ټویټر
فیسبک
ګوګل
یوټیوب
Rss
  • ځنې دا باور لري چې د محراب کلمه له حرب فعل نه اخیستې شوې چې د «جنګېدل» معنا ورکوې او ح ر ب یی اصل دی، نو ځکه محراب هم د جنګ د ډګر په معنا دی چې د شیطان سره د جنګېدو ډګر ته اشاره کوي او دې معنې ته نبوي حدیث سره تړون وکړي.
  • 2017-04-03 08:04 AM
د مصر په قاهره ښار کې د محمد ابن قلاون په جومات کې د څوارلسمې پیړۍ محراب
د امام لمانځه ځای دی، او په جومات کې د قبلې لور ښايي، چې پيش نماز یا دینی لارښود د لمونځ په وخت هغې کې د لمانځه لپاره ودرېږي، په جوماتونو کې محراب د جومات په منځ کې او د قبلې په لور جوړېږي. په اصفهان کې د شیخ لطف ا... جومات
په جومات کې د محراب په وسیله د قبلې لور معلومېږي.
په ځنې جوماتونو کې د محراب ځای د جومات له نورو ځایونو نه لږ ښکته وې ځکه چې د جومات امام باید له نورو لمونځ کوونکو نه ښکته وې،.
محراب د اسلام په لومړيو ورځو کې په دې شکل موجود نه وو، دا د هغه کاڼې یا د بل هغه څيز په ځای جوړ شوی چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د لمونځ ځای یا د قبلې لور به یی ښودلو.
ځینو د محراب نوم ټاکلو علت دا ښودلې چې محراب د «جنګېدو» معنې نه اخیستلې شوې او محراب د انسان شیطان سره د جنګ کولو ډګر دی، راغب اصفهانی محراب له محراب البیت چې د غونډې لومړۍ ځای په معنا دي نه ګڼلې.
محراب په قرآن کې څلور ځله او محاریب(د محراب جمع) یو ځل په قرآن کې د لمونځ ځای او د عبادت ځای په توګه استعمال شوی دی.
د محراب ټکې له اسلامه مخکښې په ځینې دینونو کې د مذهبی ځایونو لپاره استعماليده، په ایران او بین النحرین کې د مهرپرستۍ (د مینې عبادت کوونکو) په دین کې د عبادت ځای ته مهرابه یا مهرکده ویلې کېده.
په اسلام کې لومړي محراب په دېوال کې د تاخچې په شکل جوړول ۸۶ سپوږمیز کال سره منسوب دي
په ځنې جوماتونو کې د محراب ځای د جومات له نورو ځایونو نه لږ ښکته وې چې امام جماعت له نورو لمونځ کوونکو نه لاندې وي، دا کار له روایاتو او د جَمعې لمونځ سره تړلې احکامو نه اخیستی شوی، د دې حکم فلسفه د نورو لمونځ کوونکې په وړاندې، د امام جماعت عاجزي ګڼلې کېږي.
په ډېرو محرابونو کې د ښکلا لپاره دعاګانی، د الله نومونه او د قرآن سورتونه لیکل کېږي.
د شیعو په ځینې فقهي سرچینو کې د جمات په حکمونو کې د محراب په هکله ځینې بحثونه راغلي دي او هلته په دې هکله ځینې روایتونو ته اشاره شوې ده.
په اسلامي هیوادونو کې هر یو هیواد د خپل خاص رسمونو او طریقو مطابق محراب ښکلې کوي چې د هغوي ځانګړي معنوي بحثونو ته پاملرنه او د جوږښت او معمارۍ زوړ والې ښايي.
له ځینې مشهورو محرابونو د شیخ لطف‌الله جومات، په اصفهان کې (د هجرۍ په یوولسمې پیړۍ کې)، د اشترجان جامع جومات (د هجرت د کال په اتمه پيړۍ کې) ، په اصفهان کې د الجایتو محراب (د هجرۍ په اتمې پيړۍ کې).
محراب په جومات کې د قبلې نښه ده، او په جوماتونو کې د محراب ښکلا ته خاص پاملرنه عرفاني او معنوي بحثونه او د خدای یو والي ته اهمیت ورکول دي.

ټول حقونه خوندي دي.
www.haditv.com | Powerd by : Dijlah