ټویټر
فیسبک
ګوګل
یوټیوب
Rss

دوصال محمد وصال کلام

دوصال محمد وصال کلام
  • وصال محمد وصال
  • 2018-02-08 12:02
  • چاپ
  • PDF
  • په فیسبک کښې ورکول
  • په ټویټر کښې ورکول
  • په ګوګل پلس کښې ورکول
  • په وټس آپ کښې ورکول
  • د کارنو ګڼه 191
  • د نظرونو شمیر 0
  • -
    +

علی(ع) سره خبرې

 دا ستا په محبت کې مشکلات راته دي

ګله په هر ځای خراب حالات راته دي

کله چې مې ستا د محبت پیاله څښلې ده

چم څه چې په غضب کې بلدیات راته دي

بې د مینې ستا نه بل څه جرم زما نشته دی

خو مخې ته پنډونه الزامات راته دي

جوړې غمازیانو کړې د قتل منصوبې زما

نو ګوره نصب کړې يې آلات راته دي

څنګه توبه ګار به شمه ستا له محبت نه زه

وینم دلایل له حده زیات راته دي

زه وصال مدام به ستا د حسن صفت خوان یمه

خیر دی که تنګ شوي کاینات راته دي

امام علی حضرت علی حضرت علی المرتضی امام علی علیه السلام پښتو پشتو پختو پشتو پښتو۱ پشتو۱ زمونږ پشتو دینی شعرونه

نظرونه
ټول حقونه خوندي دي.
www.haditv.com | Powerd by : Dijlah