ټویټر
فیسبک
ګوګل
یوټیوب
Rss

خوشحال خان خټک کلام

خوشحال خان خټک کلام
  • خوشحال خان
  • 2018-01-30 10:01
  • چاپ
  • PDF
  • په فیسبک کښې ورکول
  • په ټویټر کښې ورکول
  • په ګوګل پلس کښې ورکول
  • په وټس آپ کښې ورکول
  • د کارنو ګڼه 370
  • د نظرونو شمیر 0
  • -
    +

منقبت

 

که پکــار دی وي دخــــداے پېژندګلـي

پــــېروي د محمــــد کــــــــــړه د عـــلـــــي

کوم آيت به چې راتلۀ پاسه له عرشه

لا په عرش به ؤ علي ؤ متلي

محمد چې هغه راز يې په معراج کړ

يکايک ؤ و علي وته جلي

په محشر به هغه تور مخونه پاڅي

چې يې نه دي تورې خاورې د تلي

د زړۀ زنګ په بل صېقل نه لرې کيږي

په دوستۍ يې د علي ته مصقلي

محمد علي چې دوه ويني په سترګو

په دا کار کښې احـــولي ده احــــولي

بس دا دومره ويل کا ورته رخصت دی

محـــــمد دی پېغـــــــمبر علـــــــي ولــــي

د علي د آل دوستي د ايمان زړۀ دے

څوک دې شک په زړۀ په دا نۀ راولي

د علــــي د آل په مــــدح کښې جنت دی

د خــــوشحال خټک په دا ده تسلـــــي

مدح علی آل علی محشر تورمخونه تلي تسلی خوشحال خټک

نظرونه
ټول حقونه خوندي دي.
www.haditv.com | Powerd by : Dijlah