ټویټر
فیسبک
ګوګل
یوټیوب
Rss

د محمد رحيم درانی کلام

د محمد رحيم درانی کلام
  • محمد رحیم
  • 2018-01-29 21:01
  • چاپ
  • PDF
  • په فیسبک کښې ورکول
  • په ټویټر کښې ورکول
  • په ګوګل پلس کښې ورکول
  • په وټس آپ کښې ورکول
  • د کارنو ګڼه 264
  • د نظرونو شمیر 0
  • -
    +

رحمت للعالمین


ستایم پس له ربه کل صفات د مصطفی نبی
ته پیغمبرانو کې له ټولو یې اعلی نبي
هم صاحب د تاج هم د معراج هم د براق يې
هم هر یو کمال، بیلګه د ښه اخلاق يې
هم دفع کونکی د مرض درد او بلا يې
هم دفع کونکی د قحطونو د وبا يې
نه دې شته ثانی په جهان غوره له هر چا یې
هم ناسخ د دین ته د موسی او د عیسی یې
نشته پس له تا نبی خاتم المرسلین یې
هم مو وسیله یې رحمت للعالمین یې
یا رسول الله چې نه منی هغه خطا دی
ځکه چې لمانځه کې هم سلام واجب په تا دی
واجب دې اطاعت دی پاک له هر یوې ګناه یې
ته معصوم رهبر یې ځکه خوښ ته د الله یې
خدای نه یې بیشکه نور صفات دې په رښتیا دي
ستا له مخ جوړ شوي کاینات اباد په تا دي
وايي دښمنان دې چې په تورې خپور اسلام کړه تا
وایم ځکه خپور شه ښه اخلاق سره کلام کړه تا
ستا په شانې ال اولاد دنیا کې د چا نشته
ستا د له نوره پرته په دنیا څه رڼا نشته
زه رحیم په سر سترګو همش کړم اطاعت د تا
ځکه هیله من یم چې نصیب شی شفاعت د تا

 

 

الدنيا دارالبلا

چې مې ډېـر زيات فکر وکړو په جــهـــان                    دا دنــيــــــا راتــــه ښــــکاره شــــولــه يو آن

دنيــــا ګـــوره پـه مــثــال د سـمـــنـــــدر ده                   څـومــره وسخي تږے کيږي نور عطشان

يا دے مار چې په بــدن نرم نــــازک دی                  په باطن کښې يې له نفعې زيات نقــصان

د زړے ښځې سينګـار دی څـــو ساعته                   شي غلط به پـرې جــاهـــل او يـــا نـــــادان

دغه تــۀ او دغه تخم ستــا په لاس کښې                    اخـــرت پـــاره کــړي کـــر تـــل هـــوښياران

الـــدنيـــا دارالــبــــلا ځــکـــــه يـــــاديـــږي                   تــــۀ قـــلــم کــاغــذ پـه لاس دا امـــتــحــان

 

دنيـا څۀ ده خو د خــداي په هـــېـرول دي                     نـــۀ طـــلا نقــره نـــۀ ښــــــځــه فـــرزنــــــدان

دا جــيفــــه پــريــږده د رب پــه تـکل وځه                    کړې پيدا به يې پــه هــر کــون و مــــکــان

د خداي ذکر به له هر يو موجود واورې                    که د حق په څــراغ زړۀ کړے تـــۀ روښــان

عــــلـــمــــا کـــــه وارثـــــــان د انـبـــيـاء دي                   په دا شــرط چــې لـه دنـيــا وکړي هـجران

اي رحيمه چې خــبر له حقـيــقت شــــوې                    پــه هــر دم کـــوه تـــــۀ شـــکــر د سبـحـــان

محمدرحيم درانې

پیامبر پيغمبر زمونږ پيغمبر پښتو پشتو پختو

نظرونه
ټول حقونه خوندي دي.
www.haditv.com | Powerd by : Dijlah