ټویټر
فیسبک
ګوګل
یوټیوب
Rss

د خدای توحید او د شيعيانو عقيده(۱)

د خدای توحید او د شيعيانو عقيده(۱)
  • ډاکټر عبدالرحیم
  • 2016-03-14 12:03
  • چاپ
  • PDF
  • په فیسبک کښې ورکول
  • په ټویټر کښې ورکول
  • په ګوګل پلس کښې ورکول
  • په وټس آپ کښې ورکول
  • د کارنو ګڼه 3966
  • د نظرونو شمیر 0
  • -
    +

۱. د متعال خداي وجود
مونږ عقیده لرو: خداي تعالی د ټولو مخلوقاتو او کائناتو پيداکوونکے دے او د هغه د علم قدرت او عظمت آثار  د نړۍ په ټولو موجوداتو کښې ښکاره ده. زمونږ په وجود کښې دننه، په ژوندي سارو او بوټو، د آسمان په ستورو بره عالم او په هر ځاغي کښې څرګند دے.
مونږ عقیده لرو: چې هر څومره چې  د دې نړۍ په مخلوقاتو کې زیات فکر وکړو د هغه پاک ذات په عظمت او د هغه د علم او قدرت په پراختیا لا ډیر پوهیږو او د انساني علم او ټکنالوجۍ په پرمختګ سره هره ورځ د هغه د علم او حکمت نوې ورونه مونږ ته پرانستل کیږي، او زمونږ د فکر اړخونه لا  پراخوي او دا تفکر به له  هغه ذات سره زمونږ د زیاتیدونکې مینې سرچینه شي.او هره شیبه مونږ له هغه ذاته سره لا نزدې کوي او دهغه د  جلال او جمال په رڼا کې مو ډوبوي.
قرآن مجید فرمایی «وَفِي الأرْضِ آيَاتٌ لِلْمُوقِنِينَ وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلا تُبْصِرُونَ؛  او  په  ځمکه کې د یقین د پلټونکو لپاره نښې دي او ستاسو په خپل وجود کې هم (نښې دي) آیا نه ګورئ؟ «إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَاخْتِلافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لأولِي الألْبَابِ* الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ؛  په رښتیا سره چې د آسمانونو او ځمکې په پیدایښت اود شپې او ورځې په تګ راتګ کښې د عقل منانو لپاره (روښانه) نښې دي ـ د هماغه کسانو لپاره چې خدای  تعالی په ولاړ ه او په ناسته کې او هغه وخت چې په ډډه ملاست وي یادوي،او د آسمانونو او ځمکې د پیدایښت په اسرارو فکر کوي (او وایي) ای خدایه!هیڅکله دې دا چټي نه د ي پیدا کړي!»
2. د هغه د جمال او جلال صفتونه
مونږ عقیده لرو چې:د خدای تعالی ذات له هر ډول عیب او نیمګړتیا پاک دی او په ټولو کمالاتو پسولل شوی دی بلکه هغه کمال مطلق او مطلق کمال دی.او په بله معنا په دې نړۍ کې چې هر کمال او ښکلا ده دهغه له پاک ذاته سرچینه اخلي.
«هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ  *هُوَ اللَّهُ الْخَالِق ُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الأسْمَاءُ الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ»؛ هغه، هغه خدای دی  چې له هغه پرته بل معبود نیشته، اصلي واکمن او څښتن هغه دی،له هر عیبه پاک او سپیڅلی دی، په چا ظلم نه کوي، امنیت ورکوونکی دی. په هر څه څارنه کوي،ماته نه خوړونکی قدرتمن دی چې په خپلې نافذې ارادې سره هره چاره اصلاح کوي، هغه د عظمت وړ دی، او سپیڅلی دی له هغه څه چې ورسره ساري ټاکل کیږي ـ هغه خالق خدای دی، بې ساری پنځوونکی، او (بې مثاله) انځورګر،د هغه لپاره نیکې نامې (اود کمال هر ډول صفتونه) دي، هغه څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي دهغه تسبیح وایی او هغه عزیز او حکیم دی»
او دا د هغه د جمالي او جلالي صفتونو یوازې یوه برخه ده .
۳. پاک ذات یې بې پایه دی
مونږ عقیده لرو چې:هغه له هر نظره  بې نهایته وجود دی: د علم او قدرت له نظره د ابدي او ازلي ژوند له نظره او له همدې امله په زمان او مکان کې نه ځاییږي، ځکه چې زمان او مکان هر څه چې وي محدود دي،خو په عین حال کې په هر ځای او هر وخت کې موجود دی ځکه  چې تر زمان او مکان لوړ دی. «وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاءِ إِلَهٌ وَفِي الأرْضِ إِلَهٌ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ؛ هغه کس دی چې په آسمان کې معبود دی او په ځمکه کې معبود،او هغه حکیم او علیم دی»   وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ؛ هغه له تاسو سره دی په هر ځای کې چې وئ او  خدای تعالی د  هغه څه چې تاسو یې کوئ کتونکی دی»
هو هغه مونږ ته نزدې دی، هغه زمونږ په روح   او ځان کې دننه دی او هغه په هر ځای کې دی، او په عین حال کې مکان نه لري «وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ؛ او مونږ هغه ته دهغه د زړه تر رګه زیات نزدې یو»
«هُوَ الأوَّلُ وَالآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ؛ هغه دی پیل او  پای، او ښکاره او پټ او هغه  په  هر څه پوه دی»
په دې اساس که د قرآن په ځینو ایتونو کې لولو چې «ذُو الْعَرْشِ الْمَجِيدُ؛ هغه د عرش خاوند او د سترتوب او عظمت څښتن دی»
(دلته د عرش مطلب لوړ شاهانه تخت نه دی)او همداراز که په بل ایت کې لولو چې «الرحمن علی العرش استوی؛ رحمان خدای په عرش ځای پر ځای دی»
د دې مطلب هیڅکله دا نه دی  چې هغه خاص مکان او  ځای لري، بلکه په ټولې مادي نړۍ او  ماورای طبیعت د هغه واکمني ثابتوي. ځکه چې که دهغه لپاره د یو خاص ځای قائل شو هغه به  محدود کړو او دهغه لپاره به د مخلوقاتو صفات ثابت کړو، او هغه به مو د نورو مخلوقاتو په شان ګڼلی وي، حال دا  چې «لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ؛ هیڅ څیز دهغه په شا ن  نه دی»
«وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ؛ د هغه لپاره هیڅ ساری او مثال نیشته»
۴. هغه جسم نه دی او هیڅکله نه لیدل کیږي
مونږ عقیده لرو چې:خدای تعالی هیڅکله په سترګو نه لیدل کیږي، ځکه چې په سترګو دلیدل کیدو معنا دا ده چې  جسم لري، ځای، محل، رنګ شکل او لوری لري، او دا ټول د مخلوقاتو صفات دی، او خدای تعالی تر دې لوړ دی چې د مخلوقاتو صفتونه ولري.
په دې اساس د خدای د لیدلو عقیده یو ډول په شرک ککړتیا ده «لا تُدْرِكُهُ الأبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الأبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ؛
سترګې هغه نه ویني خو هغه  ټولې سترګې ویني او هغه بخښونکی او پوهه دی»
له همدې امله کله چې د بني اسراییلو پلمه جوړوونکوله موسی(ع)د خدای د لیدلو غوښتنه وکړه او وې ویل :«وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً؛ هیڅکله  په تا ایمان نه راوړو تر هغه وخته  چې خدای  ښکاره ووینو»  موسی هغوی کوه طور ته بوتلل او  د هغوی غوښتنه یې تکرار کړه، او دخدای له لوری یې داسې  ځواب واوریده «وَلَمَّا جَاءَ مُوسَى لِمِيقَاتِنَا وَكَلَّمَهُ رَبُّهُ قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنْظُرْ إِلَيْكَ قَالَ لَنْ تَرَانِي وَلَكِنِ انْظُرْ إِلَى الْجَبَلِ فَإِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ فَسَوْفَ تَرَانِي فَلَمَّا تَجَلَّى رَبُّهُ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُ دَكًّا وَخَرَّ مُوسَى صَعِقًا فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُؤْمِنِينَ؛ هیڅکله  به ما ونه وینې خو غره ته وګوره که په خپل ځای ودریده ما به وګورې او کله یې چې رب په غره جلوه  وکړه، هغه یې دخاورې په شان کړ، او موسی(ع) بیهوشه په ځمکه پریوته، کله چې په هوش کې راغی عرض یې وکړ:ای خدایه! ته پاک یې له دې چې په سترګو ولیدل شې، زه تاته جاروځم او زه له لومړیو مومنانو څخه یم »
او په دغه کیسې سره ثابته شوه چې خدای  تعالی هیڅکله نه شي لیدل کیدی.
مونږ  عقیده لرو چې:که په ځینو اسلامي روایتونو او ایتونو کې د خدای د لیدلو خبره راغلې ده د  لیدلو مطلب یې د زړه په سترګو  او با‌طني شهود دی، ځکه  چې همیشه د قرآن ایتونو د یو بل تفسیر کوي.(القرآن يفسر بعضه بعضا)
پر دې سربیره حضرت علی (ع) د یو کس په ځواب کې چې له هغوي یې وپوښتل «يا امير المومنين هل راءيت ربک» ای  امیر المومنینه! ایا تا خپل رب لیدلی دی؟ وفرمایل: (ااعبد ما لا اری؛ ایا څوک چې مې نه دی  لیدلی عبادت یې وکړم؟»بیا یې  زیاته کړه: «لا تدرکه العيون بمشاهدة العيان، ولکن تدرکه القلوب بحقائق الايمان؛ سترګې هیڅکله هغه په ښکاره نه ویني  خو زړونه د ایمان په طاقت سره هغه درک کوي»
مونږ عقیده لرو چې:دخدای لپاره دمخلوقاتو د صفاتو قایل کیدل منجمله  دخدای لپاره دمکان، لوري،جسمیت او لیدل کیدو عقیده دخدای له معرفته د لیرې کیدو اوپه شرک د اخته کیدو سبب کیږي،هو هغه تر ټولو ممکناتو او دهغوی  تر صفتونو لوړ دی او د هغه په شان یو څیز هم نیشته.

توحید اسلام اسلامی اساس شیعه سنی وهابیت ټی وی نننی مقالي

نظرونه
ټول حقونه خوندي دي.
www.haditv.com | Powerd by : Dijlah