ټویټر
فیسبک
ګوګل
یوټیوب
Rss

اسلامي وحدت ( د قرآن، حديث او اسلامي تاريخ په رڼا کښې )

اسلامي وحدت  ( د قرآن، حديث او اسلامي تاريخ په رڼا کښې )
  • ښاغلی انورذیب شاهین
  • 2016-03-02 13:03
  • چاپ
  • PDF
  • په فیسبک کښې ورکول
  • په ټویټر کښې ورکول
  • په ګوګل پلس کښې ورکول
  • په وټس آپ کښې ورکول
  • د کارنو ګڼه 7238
  • د نظرونو شمیر 0
  • -
    +

اسلام د مينې، سولې، ورورولۍ، اتحاد او اتفاق دين دے او هيڅ کله د انسانانو ترمېنځ نااتفاقي، ګډوډي او جنګ جګړې نه خوښوي او د دې خبرې غټ دليل دا دے چې د خداے ګران رسول (ص) په خپل مبارک ژوند کښې هيڅکله په يو قوم او يوه عقيده لرونکو ملتونو باندې يرغل نه دے کړے او د جنګ پېل يې نه دے کړے او که جنګونه هم شوي دي نو ټول جنګونه يې د مخالفو د حملو په مقابل کښې له خپل ځان څخه د دفاع په لړ کښې کړي دي. اسلام ان تردې چې د نورو اسماني دينونو پېروکارو سره هم په مشترکاتو باندې د اتحاد او اتفاق خبره کوي او هغوي ته په مشترکه کليمه باندې له مسلمانانو سره د اتفاق کولو بلنه ورکوي لکه چې د سوره آل عمران په ٦٤ ايت مبارک کښې فرمائي: قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْاْ إِلَى كَلَمَةٍ سَوَاء بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلاَّ اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ (( اے پېغمبره! ووايه چې اے د کتاب خاوندانو راشئ چې زمونږ او ستاسو ترمېنځ په دې ګډه کليمه اتفاق وکړو چې له خداے پاک نه علاوه د بل چا عبادت ونکړو او په خپلو کښې يو بل ته د خدائۍ درجه ورنکړو. )) نو د دې مبارک ايت په رڼا کښې چې هر کله اسلام له نورو اهل کتابو سره په ګډه کليمه د اتفاق کولو بلونکے دين دے نو خپله د مسلمانانو ترمنېځ خو هيڅکله د تفرقې او جنګ جګړو قائل نه دے او مسلمانان او مومنان خپلو کښې وروڼه او د يو بدن اندامونه ګڼي له دې نه انکار نه شي کېدې چې د تاريخ په اوږدو کښې په مسلمانانو کښې ډول ډول فکري او فقهي مکتبونه جوړ شوي دي او هر مکتب ځانته په اسلامي تعليماتو باندې د عمل کولو لپاره يو تګ لاره لري خو پکار نه دي چې دغه فروعي او فقهي او مکتبي اختلافات د جنګ جګړو سبب وګرځي ځکه چې په ټولو اسلامي مسلکونو او مذهبونو کښې په بنيادي اصولو باندې هيڅ اختلاف نشته لکه د اسلام ټولې فرقې خداے پاک (ج) وحده لا شريک مني، په يو لک څلوريشت زره انبياو عليهم السلام باندې چې اخيري او افضل ترين پېغمبر يې د خداے ګران رسول حضرت محمد مصطفي (ص) دے ايمان لري. همدا قران مجيد چې د خلکو په لاسو کښې دے ټول پرې ايمان لري، ټول يوې کعبې ته په ورځ او شپه کښې پنځۀ ځل فرض نمونځ کوي. ټول له مرګ نه پس په ژوندي کېدو، حساب کتاب، ميزان، جنت او دوزخ او حتي په روژه، حج، زکات او جهاد باندې يقين لري او عاملان دي پرې يعنې د مسلمانو فرقو ترمېنځ مشترکات ډېر زيات دي او اختلافي مسائل يې ډېر کم دي. د اسلام او مسلمانانو دښمنانو تل د اسلامي فرقو ترمېنځ له فروعي اختلافاتو نه په استفادې سره هغو ته لمن وهلې او مسلمانان يې په خپلو کښې جنګولي او لګيا دي جنګوي يې او له بده مرغه ځينې اورپکي مسلمان مليان هم د اسلام د دښمنانو په دغو فريب کاريو کښې راګېر شوي او د مسلمانانو ترمېنځ يې اختلافات نور هم زيات کړي دي خو له نېکمرغه داسې عالمان هم شته چې تل يې د اسلام دښمنه عناصرو د دسيسو د ناکامولو لپاره د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق لپاره هلې ځلې کړي دي لکه سيد جمال الدين افغاني، ډاکټر علامه اقبال، محمدعبده، شېخ شلتوت، امام خمېني او په اوس دور کښې د ايران د اسلامي انقلاب رهبر ايت الله العظمي خامنه اي پکښې لکه د نمر ځليږي او نن سبا چې نړيو ال استکباري قوتونه چې په سر کښې يې امريکه ده چې د مسلمانانو ترمېنځ د اختلافاتو زياتولو او جنګ جګړو پېدا کولو لپاره يې هلې ځلې زياتې کړي دي نو په مقابل کښې د ايران د اسلامي انقلاب محترم رهبر ايت الله العظمي خامنه اي او د ايران د اسلامي جمهوريت نورو چارواکو هم د اسلام د دښمنانو د دسيسو د ناکامولو او د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق لپاره خپل کوششونه کړي او لا يې ګړندي کړي دي لکه د سني وروڼو د تاريخي اسنادو مطابق د خداے د ګران رسول (ص) د ولادت تاريخ د وړومبۍ خور ( ربيع الاول ) ١٢ نېټه ده او د شيعه وروڼو د تاريخ اسنادو مطابق دغه نېټه د همدغې مياشتې ١٧ نېټه ده نو د ايران د اسلامي انقلاب له ابتدا نه د دغه انقلاب مشرانو د مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد، يووالي او غږملتيا د برقرار ساتلو او د ترمېنځه فاصلو د کمولو په خاطر له د وړومبۍ خور د مياشتې له ١٢ تر ١٧ نېټې پورې د وحدت هفته اعلان کړه او له هم هغو وختونو نه هر کال په ټوله نړۍ کښې مسلمانان دغه اونۍ د خداے پاک د ګران رسول (ص) د ولادت جشن نمانځې او په ګډه سره مختلف پروګرامونه برابروي له دې نه علاوه د ايران د اسلامي جمهوريت ځينو سترو سترو عالمانو په نړيواله سطح د (( تقريب مذاهب اسلامي )) يعنې د اسلامي مذهبونو د نزديکت په نوم يو ټولنه جوړه کړې ده چې په هغې کښې د دنيا د تقريباً د ټولو مذهبونو او فرقو ستر ستر ديني عالمان او پوهان شامل دي او وخت په وخت د مسلمانانو مذهبونو د نزديکت په خاطر تحقيقات او هلې ځلې کوي همدا رنګ د اسلامي انقلاب رهبر ايت الله العظمي خامنه اي د ١٣٨٦ هجري نمريز کال د ملي اتحاد او اسلامي انسجام کال ونوموۀ . که څه هم په دغه کال کښې په دې لړ کښې په ايران او د نړۍ په نورو سيمو کښې مختلفې غونډې، سيمينارونه، مذاکرې او رنګ رنګ پروګرامونه وشول او د مسلمانانو په خاصه توګه د شيعه سني مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد او اتفاق لپاره بې کچه هلې ځلې وشوې نو ما بنده هم په دې نيت چې د مسلمانانو د اتحاد او يووالي دا کوششونه فقط له دغو څو ورځو او دغه يو کال پورې محدود نۀ دي بلکې په راتلونکو ورځو او کلونو کښې هم دوام پېدا کړي دا ليکنه وکړه او د خپلو پښتنو ورړوڼو خوېندو په خدمت کښې يې وړاندې کوم هيله ده چې له غلطيانو او اشتباهاتو نه به مې تېر شي او په بې پلوي توب او له تعصب نه په پاک زړۀ سره يې ولولي يعنې له يو ملت يا يو مسلک سره خا مخا تعصب مونږ له اصل اسلامي مقصد نه لرې نه کړي. د نړۍ د مسلمانانو د يووالي او وحدت د مقصد لپاره اول پکار دي چې بنيادونه او هدفونه يې د قران مجيد، نبوي (ص) حديثونو او اسلامي تاريخ په رڼا کښې ولټوو. په قران مجيد کښې د مسلمانانو د وحدت په لازموالي باندې ډېر ايتونه راغلي دي او مسلمانان يې اتحاد او پېوستون ته رابللي دي. نو غواړم چې دلته د وحدت ځينو اصولو ته اشاره وکړم: قران مجيد د سورۀ آل عمران په ١٠٣ ايت مبارک کښې فرمائي: وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا (( او ټول د خداے پاک په رسۍ باندې منګولې ښخې کړئ او په تفرقه کښې مۀ پريوزئ او د خداے (ستر) نعمت راياد کړئ چې تاسو څه رنګ د يو بل دښمنان وئ او هغۀ ستاسو په زړونو کښې مينه پېدا کړه او د هغۀ د نعمت په برکت وروڼه وروڼه شوئ )) يعنې په دې مبارک ايت کښې يې مسلمانانو ته غږ کړے دے چې په خداے پاک باندې د ايمان رسۍ باندې ټول منګولې ښخې کړئ او په خپلو کښې تفرقه او بې اتفاقي مه راولئ يعنې له بې اتفاقۍ او تقرقې نه يې مسلمانان منعې کړي دي. او د سورۀ حجرات په په ١٠ مبارک ايت کښې خداے پاک فرمائي: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ (( بې له شکه چې مومنان په خپلو کښې وروڼه دي نو د خپلووروڼو ترمېنځ اصلاح وکړئ )) يعنې د دې مبارک ايت په يوه برخه کښې يې په ډېره واضحه توګه مومنانو ته وروڼه فرمايلي دي. اوس لکه چې څنګه سکه وروڼه په خپلو کښې مينه لري او د يو بل په درد درديږي او خوشحاليو يې خوشحاليږي نو دغه شان مومنانو ته هم پکار دي پکار دي چې د يو بل په درد ودرديږي او په خوشحاليو يې خوشحال شي. او د ايت په دويمه برخه کښې يې د مومنانو وروڼو ترمېنځ د اصلاح حکم فرمايلے دے يعنې لکه څنګه چې د وروڼو ترمېنځ اختلافات امکان لري نو د دغه شان د مومنانو ترمېنځ هم د اختلافاتو وجود امکان لري خو پکار دي چې د هغوي ترمېنځ اصلاح وشي. همدا رنګ د وروڼو ترمېنځ دا خبره هم وي چې که په خپلو کښې څه اختلاف او لاندې باندې لري خو که يو پردې کس په يو ورور باندې تېرے کوي يا ورته نقصان رسول غواړي نو د اختلافاتو باوجود ورسره نور وروڼه اودريږي او خفه کيږي پرې نو بس مومنانو ته هم لکه د وروڼو په شان په خپلو کښې چلند پکار دے. او د سورۀ انفال په ٤٦ مبارک ايت کښې خداے پاک په خپلو مېنځ کښې د مسلمانانو د تنازعو او جنګ جګړو نتاېجو او نقصاناتو ته اشاره کوي او فرمائي: وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (( او د خداے او رسول (ص) اطاعت وکړئ او تنازعه او جګړې مۀ کوئ چې سست او کمزوري به شئ او ستاسو شوکت او دبدبه له مېنځه لاړه شي او استقامت او صبر وکړئ چې خداے له صبر او استقامت کوونکو سره دے )) او همدا رنګ د سورۀ انفال په ٦٢ او ٦٣ ايتونو کښې فرمائي: هُوَ الَّذِيَ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً مَّا أَلَّفَتْ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَـكِنَّ اللّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (( او هغه، هغه ذات دے چې تۀ يې په خپلې او د مومنانو په مرستې سره تقويت کړې او د هغوي په زړونو کښې يې مينه او الفت پېدا کړ نو هغه هر څه چې د زمکې په سر دي که خرچ کړي دې وې چې د دوي په زړونو کښې مينه او الفت واچوې نو نه به دې کړې شوي وو خو خداے د هغوي په منځ کښې مينه او الفت پېدا کړ او هغه توانمن او حکمت والا دے.)) څرګنده خبره ده چې دا د زړونو تاليف، د ايماندارو نزدېکت او د هغوي ترمنېځ اتحاد او يووالے د ايمان، خداے پاک ته د توجه او مکتبي ارتباط په خاطر امکان لري ګنې همدغه انسانان له بعثت نه مخکښې د يو بل وينې څښتونکي دښمنان وو او له يو بل نه د لرې والي په وجه يې له يو بل سره سختې کينې، دښمنۍ او اوږدۀ اوږدۀ جنګونه لرل او د يو بل وينې به يې تويولې. د وحدت او يووالي يو بل اصل د انساني ارزښتونو خيال ساتنه ده. په بله معنا يو بل عامل چې په عملي توګه د مومنانو، مسلمانانو، د مذهبونو او حتي په نړيواله سطح د انساني ټولنو وحدت رامنځته کولې شي په انساني ارزښتونو باندې عمل او انساني فضائل دي. که په هر ځاے کښې عدالت، تقوا، مينه، مرسته، قرباني، حرمت او يو زړۀ توب رائج شي نو اختلافات، دښمنۍ، او جنګ جګړې په کلي توګه له منځه ځي او يا به ډېرې لږې پاتې شي او که ظلم، د يو بل په حريم تيري، بې انصافي، بې تقوائي او د يو بل لوټل وغېره واکمن وي نو يقيناً چې جنګ جګړې او اختلافات به هم ډېر زيات وي. لکه خداے پاک په قران مجيد کښې د انفال سورت په ١ ايت مبارک کښې فرمائي: يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأَنفَالِ قُلِ الأَنفَالُ لِلّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (( له تا څخه د انفال په باره کښې پوښتنه کوي نو ورته ووايه انفال له خداے او پېغمبر سره مخصوص دے نو بس د خداے له نافرمانۍ څخه ډډه وکړئ او د هغو وروڼو ترمنځ چې په خپلو کښې اختلاف لري دوستي جوړه کړئ او دخداے او پېغمبر اطاعت وکړئ که ايمان لرئ.)) په دې مبارک ايت کښې د تقوا له حکم نه پس چې يو انساني صفت دے د اصلاح، روغې جوړې او د اختلافاتو د اواري حکم شوے دے. نو له دې نه معلوميږي چې که انساني فضائل نه وي روغه جوړه، يووالے او وحدت څه معنا نه لري. په قران مجيد کښې د سورۀ حشر په ١٠ مبارک ايت کښې د د ايمان د خاوندانو دعا داسې بيا ن شوے ده: وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ (( او زمونږ په زړونوکښې له مومنانو سره کينه او حسد پېدا مۀ کړې، اے پروردګاره! تۀ مهربان او رحيم يې )) مومنان دلته له خداے پاک نه دعا غواړي چې د هغوي له زړونو نه د خپلو مومنانو وروڼو اړه کينه او حسد لرې کړې چې دا چاره په ټوله اسلامي ټولنه باندې د محبت ، مينې او خلوص د واکمنۍ ښودنه کوي چې د هغو له امله يې په خپلو کښې وحدت او يو والے رامنځته شي. او داسې نور ډېر مبارک ايتونه. دلته بايد دا خبره واضحه کړم چې له وحدت نه مراد يو مذهب جوړول او نور مذهبونه ختمول نه دي او داسې نه ده چې اشعري دې معتزله شي، سني دې شيعه شي او حنفي دې شافعي شي، حنبلي دې مالکي شي ديوبندي دې برېلوي شي او اهل حديث دې اهل طريقت شي او يا د دې په اپوټه. ځکه چې دا چاره نه يواځې دا چې ګرانه ده بلکې يوه ناممکنه چاره ده او دا چاره پکار دي په انفرادي توګه هر کس خپله کړي او په تحقيق او څېړنې سره د ځان لپاره يوه لاره غوره کړي بلکې هدف د اسلام د سختو او ازلي دښمنانو په وړاندې په مشترکاتو باندې په تکيې سره د مختلفو مذهبونو خاوندان له يو بل سره نزدې کول دي او ټول مسلمانان په يو صف کښې اودرول دي. کېدې شي د ځينو په ذهنونو کښې دا خبره راشي چې د شيعه او سني او يا د نور فرقو ترمېنځ د اختلافي مسائلو په وړاندې کولو سره د مسلمانانو ترمېنځ د وحدت له بهير سره اختلاف ولري او يا د ځينو د خاطر د خفه کېدو او يا د تفرقې سبب وګرځي. نو دلته به د وحدت مفهوم او د هغۀ عواملو ته يوه لنډه غوندې اشاره وکړم. په دې کښې شک نشته چې د ولسونو او ملتونو د ودې او ترقۍ يو عامل او د هغوي د کاميابۍ راز پېوستون او يووالے ؤ او دے، هم هغه ډول چې د اوبو د څاڅکو په يو ځاے کېدو سره د اوبو يو ستر ډنډ او بند جوړيږي او د وړو وړو ويالو په يو ځاے کېدو سره يو لوے نهر او سېند په وجود کښې راځي نو بس د انسانانو په اتحاد او يووالي سره هم ستر ستر صفونه جوړيږي چې په کتلو ورته دښمن په ويره او وارخطائۍ کښې راځي او د هغۀ له ذهن نه د تل لپاره د تيري او تسلط نشه وځي د سورۀ انفال په ٦٠ مبارک ايت کښې فرمائي: تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ قرآن مجېد نه يواځې اسلامي ولسونه د وحدت او يو والي او د خداے پاک په رسۍ باندې د منګولو ښخولوپه لور رابلي او له هر ډول تفرقې او بې اتفاقۍ څخه منعې کوي: (( وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ )) بلکې اختلافات، تيت پرت توب او له يو بل سره دښمني له عذابونو څخه يو عذاب ګڼي.او د سورۀ انعام په ٦٥ مبارک ايت کښې فرمائي: قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعاً وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ (( ووايه چې هغه د دې توان لري چې ستاسو په سرونو او يا ستاسو تر پښو لاندې په تاسو باندې عذاب نازل کړي يا تاسو ډلې ډلې کړي ( په تفرقه کښې مو واچوي ) او ستاسو د ځينو عذاب په ځينو نورو وڅکي )) د مسلمانانو د وحدت، يووالي او ورورولۍ په حقله د قرآن مجيد د ايتونو په تائيد کښې ګڼ شمېر حديثونه هم وجود لري چې دا پته ترې لګيږي چې د خداے ګران رسول (ص) د مسلمانانو د يووالي او وحدت لپاره څومره اندېښمن ؤ د خداے ګران رسول (ص) فرمائي: مثل المؤمنين في توادّهم وتعاطفهم وتراحمهم بمنزلة الجسد إذا اشتكى منه شي تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمّى (مسند احمد بن حنبل ٤ ټوک ٢٧٠ مخ ) (( د نړۍ ټول مسلمانان د يو بل اندامونه دي او دوي ټول په مثال د يو بدن دي چې که په هغو کښې يو اندام ودرديږي نو نور ټول اندامونه به هم متاثره کيږي )) سيوطي او نور کتابونو راوړي دي چې يو کس چې شاس بن قېس نومېدو چې د جاهليت په زمانه کښې ستر شوے ؤ له مسلمانانو سره يې په سينه کښې د حسد او کينې اور بلېدۀ يو يهودي ځوان يې ولمسوۀ چې د مسلمانانو د دوو لويو لويو قبيلو اوس او خزرج ترمېنځ اختلافات پېدا کړي. دغه ځوان يهودي راغے او دواړو قبيلو ترمېنځ يې د جاهليت د وختونو هغه جنګونه راياد کړل او د هغوي ترمېنځ يې د فتنې اور بل کړ ان تر دې چې د دواړو قبيلو مسلمانانو د يو بل په خلاف تورې راووېستې او د جنګ لپاره يې صفونه جوړ کړل. خو کله چې د خداے ګران رسول (ص) له دې قضيې نه خبر شو نو له ځان سره يې يو شمېر انصار او مهاجر واخېستل او د جنګ ځاے ته يې تشريف يوړۀ او وې فرمايل: يا معشر المسلمين اللّه اللّه، أبدعوى الجاهليّة وأنا بين أظهركم؟ بعد إذ هداكم اللّه إلى الإسلام وأكرمكم به، وقطع به عنكم أمر الجاهلية، واستنقذكم به من الكفر، وألّف به بينكم، ترجعون إلى ما كنتم عليه كفّار (( اے مسلمانانو ايا خداے مو هېر کړے دےاو د جاهليت د وخت شعارونه وائئ سره له دې چې زۀ ستاسو ترمېنځ موجود يم. له دې نه پس چې خداے پاک تاسو د اسلام د نور په لور هدايت کړئ او تاسو ته يې ارزښت درکړ او د جاهليت د وختو فتنې يې له جرړو نه ووېستې او له کفر نه يې خلاص کړئ او ستاسو ترمېنځ يې مينه او ورورولي جوړه کړه تاسو بيا غواړئ چې د کفر په لور ستانۀ شئ.)) هغوي د رسول اکرم (ص) د وېنا په اثر متوجه شول چې دا فتنه يوه شېطاني دسيسه ده نو بس په خپل کار باندې پښېمانه شول او وسلې يې په زمکه کېښودې او په داسې حال کښې چې سترګې يې له اوښکو نه ډکې وې يو بل ته ورغاړه وتل او يو بل يې ښکل کړل او د رسول اکرم (ص) په ملګرتيا خپلو خپلو کورونو ته ستانۀ شول. (الدرالمنثور ٢ ټوک ٥٧ مخ، جامع البيان، ٤ ټوک ٣٢ مخ، فتح القدير ١ ټوک ٣٦٨ مخ، الالوسي ٤ ټوک ١٤ مخ ، اسد الغابه ١ ټوک ١٤٩ مخ، السيره النويه ٢ ټوک ٣٨٧ مخ ) او داسې نور ډېر مبارک حديثونه دي چې د مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد، اتفاق، مينې او ورورولۍ درس ورکوي. دلته به خا مخا د لوستونکو په ذهن کښې دا پوښتنه پېدا شي چې ايا د خداے د ګران رسول (ص) ، د هغوي پاکو اهلبېتو (ع) او وفادارو صحابه کرامو (رض) په عملي توګه هم د مسلمانانو د يو والي او اتحاد لپاره کار کړے دے؟ نو عرض به وکړم چې وړومبے به په دې حقله د خداے د ګران رسول (ص) کردار ته يوه لنډه کتنه وکړو. دا يو منل شوے حقيقت دے چې په هر دور کښې ښه او بد خلق موجود وي او بيا په ښو خلقو کښې هم د هر چا خپل خپل مقام دے يعنې له يو فېصد نه واخلې تر سل فېصده پورې مختلف فېصدي لرونکي ښه خلق موجود وي او همدا رنګ د دې په اپوټه بد خلق هم ځانته خپل خپل مقام لري او هماغه ډول له يو فېصد نه واخلې تر سل فيصده پورې بدي لرونکي خلق په هره ټولنه کښې موجود وي چې د خداے د ګران رسول (ص) دور هم له دې نه مستثني نه دے او په هغه دور کښې هم په همدغه مقدار سره ښه او بد خلق موجود وو او مونږ ټول په يوه تله کښې نه شو اچولې لکه مونږ په تاريخ کښې لولو چې د رسول اکرم (ص) په دور کښې يا له هغوي نه پس په ډېرو مسلمانانو باندې د جرمونو په سزا کښې حدونه ختلي دي، ځينې متقيان وو، ځينې عالمان وو ځينې جاهلان وو، ځينو به د رسول اکرم (ص) هر حکم منلو ځينو به يې په ځينو کارونو اعتراضونه کول يعنې مونږ په هيڅ يو دور کښې ټول مسلمانان برابر نه شو ګڼلې او حتي چې د خداے د ګران رسول (ص) په دور کښې منافقان هم ډېر زيات وو او ډېر داسې کسان وو چې په ظاهره به يې د ايمان او مسلمانۍ دعوا کوله خو په مېنځ کښې به منافقان وو لکه په قرآن مجيد کښې خداے پاک په يو ځاے کښې په دې حقله فرمائي: وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ (سورۀ بقره ٨ ايت) (( او له خلقو څخه داسې کسان دي چې وائي مونږ ايمان راوړے دے په خداے باندې او د قيامت په ورځ باندې خو دوي هډو ايمان نه دے راوړے )) او په قران مجيد کښې خو ځاے په ځاے اکثر کسان بې ايمانه ښودل شوي دي لکه په قران مجيد کښې په ډېرو ځايونو کښې د دا ډول جملې مخې ته راځي چې فرمائي: ((بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ )) (( يعنې اکثر بې ايمانه دي )) يا ((فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلاً )) ( يعنې ډېرو کمو خلقو ايمان راوړے دے )) يا ((وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ )) ( يعنې اکثرو خلقو ايمان نه دے راوړے ) ((وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ)) ( يعنې اکثريت مومنان نۀ وو ) او دغسې نور ډېر مبارک ايتونه.مطلب دا چې په هر دور کښې مومنان کسان کم وي او بې ايمانه زيات وي دا روش له ازل نه راروان دے او روان به وي ځکه ځې قرآن مجيد هيڅ يو ځاے کښې د اکثريت ستائېنه او تعريف نۀ دے کړے بلکې غندنه او مذمت يې کړے او اکثريت يې بې ايمانه، جاهل او درغل ښودلي دي. نو مونږ اوس د قران مجيد د دې دلائلو په رڼا کښې وېلې شو چې د خداے پاک د ګران رسول (ص) په زمانه کښې هغه کسان چې په خوله يې ځانونه مسلمانان معرفي کول او د اسلام ظاهري عبادتونو او د ايمان په اظهار کښې له هر چا نه وړاندې وړاندې وو خو پټ په زړونو کښې يې منافقت ؤ او د پټو زړونو مالک يو خداے دے نو منافقان اکثر خداے پاک ته معلوم وو او حتي خپل ګران پېغمبر (ص) ته يې هم ټول منافقان نه دي په ګوته کړي لکه په قران مجيد کښې خداے پاک په يو ځاے کښې فرمائي: (( مِمَنْ حَولَکُم مِنَ الاَعْرابِ مُنافِقُونَ وَ مِنْ اَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُوا عَلي النِفَاقِ لا تَعلَمَهُمْ نَحْنُ نَعْلَمَهم، سَنُعَذِبَهُم مَرَتَيْنِ ثُمَ يُردُوْنَ إلي عَذابٍ عَظِيْمٍ )) (( ( اے رسوله!) له اعرابو څخه څه خلق چې ستا په خواو شا کښې دي منافقان دي او د مدينې له اوسيدونکو څخه هم يو شمېر خلق په خپل منافقت سخت پابند دي، ته (پيغمبره ) هغوي نه پيژنې خو مونږ هغوي ښه پيژنو، ډير زر به هغوي دوه ځل سزا کړو، بيا به د ستر عذاب په لورې شړل کيږي )) له دې مبارکو ايتونو څخه مونږ ته دا خبره په ډاګه کيږي چې د خداے د ګران رسول (ص) په زمانه کښې په هغو کسانو کښې چې ظاهراً يې اسلام قبول کړے ؤ او د اسلام ټول احکام به يې له نورو نه زيات په ځاے راوړل او برملا به يې د اسلام اظهار کوۀ خو په زړونو کښې يې نفاق ؤ ډېر زيات وو چې خداے پاک حتي خپل ګران حبيب (ص) ته هم نه وو ښودلي او ځينې يې ورته ښودلي وو او بيا د خداے ګران رسول (ص) له هغوي څخه چې خداے پاک ورته ښودلي وو د عبدالله بن ابۍ په شان يو څو تنه کسان عامو خلقو ته وښودل او بيا يې له هغو منافقانو څخه چې خداے پاک ورته ښودلي وو د يو شمېر منافقانو لېسټ يواځې يو اصحابي حضرت خذيفه (رض) ته ورکړ او هغه هم هغه کسان وو چې د تبوک په جنګ کښې يې د خداے د ګران رسول (ص) د شهيدولو او په مدينه کښې د حضرت علي (ع) د شهيدولو سازش جوړ کړے ؤ چې بيا د خداے پاک په فضل او د رسول اکرم (ص) او حضرت علي (ع) او څو تنو وفادارو صحابانو په هوښيارۍ سره ناکام شو. او رسول الله (ص) حضرت خذيفه منعې کړې ؤ چې په ټول عمر کښې به د دغو منافقانو لېسټ چا ته نه څرګندوې. دا هر څه په داسې حال کښې دي چې خداے پاک خپل ګران رسول (ص) ته په قران مجيد کښې حکم ورکوي چې : يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ( سورۀ توبه ٧٣ ايت ) (( اے رسوله! له کافرانو او منافقانو سره جهاد وکړه او ورباندې سختي وکړه او د دوي ځاے دوزخ دے چې ډېر زيات بد ځاے دے )) خو چې کله مونږ د خداے د ګران رسول (ص) زمانې ته وګورو نو هغوي په ټول عمر کښې يو ځل هم له منافقانو سره جهاد نه دے کړے. نو نعوذبالله داسې نه ده چې ګينې رسول اکرم (ص) د خداے پاک دا حکم نه دے منلې بلکې د اسلام د جنګ څه اصول دي او هغه دا چې هر کله چا ستا په خلاف توره او وسله نه وي اوچته کړي او په تا او ستا په سيمه يې تېرے نه وي کړے نو تر هغې پورې اجازه نشته چې حتي له يو کافر سره وجنګېږي له کافرانو سره هم د رسول اکرم (ص) ټول جنګونه دفاعي جنګونه دي. نو د دې ايتونو په رڼا کښې مونږ په دې پوهېږو چې له هر څه نه زيات خداے پاک چې رب العالمين دے څومره مهربان دے او د مسلمانانو ترمېځ اختلافات نه غواړي چې ټول منافقان يې خپل ګران حبيب ته و نۀ ښودل او بيا د خداے ګران رسول (ص) چې رحمت اللعالمين دے څومره رحيم دے او نه غواړي چې امت يې تيت پرت شي نو د يو څو تنو نه علاوه يې هغه منافقان چې خداے پاک ورته ښودلي وو عام امت ته و نه ښودل او د تبوک د جنګ په لاره کښې سازش کوونکي منافقان يې يواځې يو اصحابي حضرت خذيفه ته وروښودل او هغه يې په سختۍ سره منعې کړو چې بل چا ته به يې نه څرګندوې چې حتي حضرت عمر (رض) ورته يوه ورځ ډېر په قهر شو چې د منافقانو هغه لېسټ ما ته وښيه خو هغۀ ورته سکوټ انکار وکړ چې زۀ د خداے ګران رسول (ص) د نومونو له ښودلو نه منعې کړې يم. نو بس دا د خداے پاک او د هغۀ د ګران رسول (ص) حکمت عملي او يو راز وۀ او د امت د اتحاد او يو والي د ساتلو موخه او هدف ؤ چې ټول منافقان يې څرګند نه کړل ځکه چې که خداے پاک ټول منافقان څرګند کړې وې يا لږ تر لږه د خداے ګران رسول (ص) هغه منافقان څرګند کړې وې چې خداے پاک ورته ښودلي وو نو بيا د کافرانو په ځاے به ټول جنګونه د مسلمانانو ترمېنځ وو او په هم هغو وړومبنيو وختونو کښې به د اسلام فاتحه لوستې شوې وه. همدغه رنګ دا پوښتنه هم په ذهنونو کښې پېدا کېدل يوه طبيعي خبره ده چې د خداے د ګران رسول (ص) له رحلت نه پس څنګه د مسلمانانو ترمېنځ اختلافات پېدا شول بيا وروسته ولې جنګونه په تېره بيا له حضرت علي (ع) سره د نورو کسانو جنګونه رامنځته شوي دي او ولې هغوي اتحاد ونکړو؟ او په تېره بيا حضرت علي (ع) چې د خداے د ګران رسول (ص) اهلبېت دے ولې له مسلمانانو سره جنګونه وکړل نو عرض به وکړم چې تر څو پورې د رسول اکرم (ص) له رحلت نه پس له خلفاؤ سره د حضرت علي (ع) د ځينو اختلافاتو خبره ده نو صحيح ده چې ځينې اختلافات وو خو هغه اختلافات جنګونو او جګړو ته نۀ دي وتلي لکه حضرت علي (ع) اکثر کوشش کړے دے چې دغه اختلافات زيات نه شي او خبره جنګ جګړو ته و نه ځي او د امت د اتحاد او يووالي په خاطر يې ټول اختلافات شا ته وغورزول او له صبر او زغم نه يې کار واخېست لکه حضرت ابوبکر (رض) د اول خليفه له جوړېدو نه پس ابو سفيان حضرت علي (ع) ته راغے او ورته يې وويل چې له تا نه د خلافت حق واخېستے شو نو زۀ حاضر يم چې ستا د حق د حاصلولو لپاره مدينه له سورو او پياده ځواکونو نه ډکه کړم خو حضرت علي (ع) ورته په يو منطقي ځواب کښې وفرمايل: (( دا تۀ له کله راهسې د اسلام خېرخوا جوړ شوے يې؟ )) او دغه شان په خپل حکمت سره يې د مسلمانانو ترمنېځ له وينې بهېدنې څخه مخنيوے وکړ. همدا رنګ د اسلامي تاريخ پاڼې ګواه دي چې د درې واړو خليفه ګانو په دور کښې چې کله به هم هغوي ته څه مشکل رامنځته شو نو حضرت علي (ع) ته به يې رجوع کوۀ او هغۀ به هم ورته ښه په خلوص او ايماندارۍ سره صحيح مشورې ورکولې د هغوي لارښوونه به يې کوله همدا وجه ده چې کله به هم حضرت علي (ع) دويم خليفه حضرت عمر (رض) ته لارښوونه وکړه او يوه ګرانه قضائي او شرعي مسئله به يې ورته حل کړه نودويم خليفه به بيا بيا ويل چې (( لَو لا عَلِي لِهَلَکَ عُمَر )) يعنې که علي نه وې نو عمر به هلاک شوے ؤ (مناقب ٢ ټوک، ٣٦٥ مخ، ارشاد ١١٠ مخ، اعيان ١ ټوک، ٣٣٠ مخ وغېره ) نو له دې نه يوه دا خبره په ډاګه کيږي چې حضرت علي (ع) د پېغمبراکرم (ص) د يو اهلبېت په حېث هر وخت د مسلمانانو د يووالي لپاره کار کړے دے او په کلي توګه يې د ذاتي ګټې په ځاے د اسلام ګټه او فائده په نظر کښې لرلې ده.او صحابه کرامو هم د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو (ع) په غلامۍ فخر او وياړ کړے دے لکه د حضرت عمر (رض) د زوے عبدالله بن عمر (رض) او د حضرت امام علي (ع) د زوے حضرت امام حسن (ع) چې واړۀ وو هغه واقعه مشهوره ده چې حضرت عمر (رض) يې په غلامۍ فخر کړے ؤ بله ترې دا خبره هم په ډاګه کيږي چې هر کله خپله حضرت علي (ع) د خلافت، حکومت او سياست ټول اختلافات شا ته غورزولي وو او د اسلام د ښيګړې او د مسلمانانو د اتحاد او يو والي د ساتلو لپاره يې هر غم او مصيبت زغملے دے ( چې د هغوي په خطبو کښې چې ارواښاد حمزه بابا يې ترجمه کړې ده دا خبره څرګنده ده ) نو اوس په مسلمانانو کښې ځينو خلقو ته نه دي پکار چې له حضرت علي (ع) او نورو اهلبېتو (ع) سره د مينې په نامه خداے مۀ کړه له نورو دريو خليفه ګانو (رض) سره کينه ولري او بد رد ورته ووائي او د ځينو اصحابانو پېروکار له ځانه جدا وګڼي نو څوک چې داسې کوي هغه د اهلبېتو (ع) په لاره نۀ دے هسې په خوله ځان د هغوي پېروکار ګڼي او دغه شان نۀ نورو ته پکار دي چې له دريو خليفه ګانو (رض) سره د مينې په نامه خداے مۀ کړه د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو (ع) سره بغض او کينه ولري او يا د اهلبېتو (ع) مينه والو او د هغوي د فقهې منونکو ته غلط نسبتونه ورکړي او له ځانه يې جدا وګڼي چې څوک داسې کوي هغه د ارواښاد امام خمېني په قول ((نۀ شيعه دے او نۀ سني دے بلکې د اسلام دښمن او نړيوال استکبار اېجنټ او نوکر دے ځکه چې دا ټولې چارې د مسلمانانو د تباهۍ، بربادۍ او تنزلۍ سبب ګرځې او نن د مسلمانانو د ذوال او پرله پسې ماتو همدا سبب دے چې په خپلو کښې سره يا په خپله او يا د غېرو قوتونو په اشاره لاس او ګريوان دي. دغه شان د حضرت علي (ع) په دور کښې په درې واړو جنګونو کښې مقابل لورو په هغوي باندې لښکر کشي کړې او په جنګ کښې يې پرې وړومبي شوي دي او د هغۀ ټول جنګونه دفاعي وو او حتي د جمل، صفېن او نهروان په جنګونو کښې د هر يو جنګ له شروع کېدو نه مخکښې د روغې جوړې او د مسلمانانو ترمېنځ د جنګونو د مخنيوي لپاره يې بې کچه کوششونه کړي دي لکه د جمل له جنګ نه مخکښې حضرت علي (ع) ځينې اصحابان لکه صعصعه بن صوحان او عبدالله بن عباس رضي الله عنهم حضرت بي بي عائشې، طلحه او زبېر رضي الله عنهم ته سره د يو خط ولېږل چې له جنګ څخه مخنيوے وکړي او په خبرو اترو سره لانجه ختمه کړي خو هغوي و نه منله ( الجمل ١٦٧ مخ ) همدا رنګ د جنګ په ورځ يې هم له جنګ نه مخکښې (( مسلم )) نومې اصحابي قران په لاس هغوي ته ولېږۀ او ورته يې وفرمايل: قرآن هغوي ته وړاندې کړه او ورته ووايه: (( دا قرآن به زمونږ او ستاسو ترمېنځ فېصله کوونکے شي ، له خدايه اويريږئ او د مسلمانانو د وينې حفاظت وکړئ )) هغه ځوان د حضرت علي (ع) حکم ومنۀ هم هغه شان يې وکړ خو هغوي د دغه ځوان هغه لاس پرې کړ چې قران مجيد يې پرې نيولے ؤ او هغۀ په بل لاس قرآن مجيد ونيوۀ او هغوي يې هغه بل لاس هم پرې کړ او بيا يې شهيد کړ ( مروج الذهب، ٢ ټوک ٣٦١ مخ، الجمل للمفيد ١٨١ مخ، تاريخ طبري ٤ ټوک له ٥٠٩ نه تر ٥١١ مخونه ) خو حضرت علي (ع) بيا هم د مسلمانانو له يووالي نه مايوسه نه شو او د پېغمبر اکرم (ص) مشهور صحابي حضرت عمار ياسر (رض) يې هغوي ته د وعظ لپاره ولېږۀ هغۀ د جمل لښکر ته وعظ شروع کړ او بيا يې ځان حضرت بي بي عائشې (رض) ته ورسوۀ او ورته يې نصيحتونه کول خو له ګېر چاپېره پرې د غشو باران شروع شو نو مجبوراً يې ځان واپس راورسوۀ او د جمل لښکريانو بيا د حضرت علي (ع) په لښکر باندې په غشو او نېزو سره عامه حمله شروع کړه او د حضرت علي (ع) له لوري يې څو تنه شهيدان کړل او دغه شان حضرت علي (ع) هم مجبوراً خپل لښکر ته د دفاعي جنګ حکم ورکړ. ( شرح ابن ابي الحديد ٩ ټوک ١١١ مخ) او بيا د جنګ له ختمېدو نه پس يې هم حضرت علي (ع) ام المومنين حضرت عائشه بي بي (رض) ته يو لړ نصيحتونه وکړل او په ډېر احترام او عزت سره د هغې د ورور چې په جنګ کښې د حضرت علي (ع) ملګر ے ؤ او د يو شمېر ښځو سپايانو په حفاظت کښې مدينې ته ولېږله. همدا رنګ د صفېن له جنګ نه مخکښې هم حضرت علي (ع) په کرتونو د شام والي ته پلاوي لېږل چې د وخت د خليفه حکم ته غاړه کېږدي خو هغۀ و نه منله او د حضرت علي (ع) په خلاف يې ستر لښکر د حملې لپاره اماده کړ. او حتي د جنګ له شروع کېدو نه مخکښې هم حضرت علي (ع) درې اصحابان بشير بن عمرو، سعيد بن قېس او شبث بن ربعي رضي الله عنهم د شام والي ته ولېږل چې نصيحت ورته وکړي خو هغۀ د هغوي د روغې جوړې او د مسلمانانو د وينې له بهېدو څخه د مخنيوي وړانديز و نه منۀ او ورته يې وويل: (( پاڅئ زما له مخې نه لرې شئ چې زما او ستاسو ترمېنځ فېصله به يواځې توره کوي )) ( کامل ابن اثير ٣ ټوک ٢٨٥ مخ، وقعه صفېن ١٨٧ مخ ) همدا رنګ حضرت علي (ع) يوه موده پس يې بيا بل پلاوے چې په عدي بن حاتم، يزيد بن قېس، شبث بن ربعي او زياد بن خصفه باندې مشتمل ؤ د روغې جوړې لپاره ولېږۀ خو هغوي و نه منۀ او دغه شان حضرت علي دلته هم خپل دفاعي جنګ په خپل لښکر باندې د مخالفينو له حملې نه پس شروع کړ. دغه شان له خوارجو سره د نهروان له جنګ نه مخکښې هم حضرت علي (ع) هغوي ته ډېر نصيحتونه وکړل او ورته يې وفرمايل چې تاسو چې د قرآن مجيد کوم ايتونه د خپل حقانيت لپاره وړاندې کوئ هغه حق دي خو تفسير او تعبير يې غلط کوئ او ډېر يې د هغوي د پوهولو کوشش وکړ او هغوي يې له جنګ کولو نه منعې کړل خو له بده مرغه د هغوي ذهن داسې اوچ کړس جوړ شوے ؤ او په خپل دريځ کښې دومره سخت او اورپکي وو چې هغوي حضرت علي (ع) او د هغۀ پېروکار اصحابان (رض) کافران او واجب القتل ګڼل او د هغۀ په خلاف يې جنګ جهاد ګڼلو. (الامامه والسياسه ١ ټوک ١٢٧ مخ ) او چې چرته به يې هم د حضرت علې پېروکار په لاره کښې نيول نو سرونه به يې ترې پرې کول، د هغوي قافلې به يې لوټلې او هغه به يې د غنيمت مال ګڼلو. او بالاخره د نهروان په مېدان کښې يې د حضرت علي او د هغۀ د ملګرو په خلاف لښکر د هغوي په قول د جهاد لپاره تيار کړ. خو د جنګ په مېدان کښې هم حضرت علي (ع) د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې د مخنيوي لپاره کوششونه وکړل او د بني عامر قبيلې يو ځوان يې قرآن مجيد په لاس هغوي ته د روغې جوړې لپاره ولېږۀ خو هغوي په هغۀ باندې غشي اورول او شيهد يې کړ ( شرح ابن ابي الحديد ٤ ټوک ١٢٩ مخ ) همدا رنګ د رسول الله (ص) مشهور اصحابان حضرت ابو ايوب انصاري او قېس بن سعد رضي الله عنهم يې هم هغوي ته د نصيحت لپاره د امن له سپين بېرغ سره ولېږل او هغوي يې امن، سولې، مينې او ورورولۍ ته راوبلل ( الامامه والسياسه ١ ټوک ١٢٨ مخ، کامل ابن اثير ٣ ټوک ٣٤٥ مخ، تاريخ طبري ٥ ټوک ٨٥ مخ ) او بالاخره دلته هم د خوارجو لخوا د امام علي (ع) په لښکر باندې د غشو له باران او حملې نه پس جنګ وشو او په دې مرحله کښې هم د مسلمانانو د اتحاد لپاره د حضرت علي کوششونه کامياب نه شول. همدا رنګ له حضرت علي (ع) نه پس حضرت امام حسن عليه السلام هم د مسلمانانو د اتحاد په خاطر حتي د مخالف طرف د خوښې په شرائطو سوله وکړه خو بيا يې هم هغه شهيد کړو. همدا رنګ امام حسېن (ع) چې له مدينې نه د کوفې په لور سفر شروع کوۀ نو د کوفې د خلقو په بلنه روان شوے ؤ يعنې هغوي ورته بې شمېره خطونه راولېږل چې راشه مونږ ستا په لاس بيعت کوو او امام چې هم روانېدو نو اعلان يې وکړ چې زما د تګ مقصد جنګ او د چا په خلاف خروج نۀ دے بلکې زۀ د خپل نيکۀ حضرت محمد مصطفي (ص) د امت د اصلاح او امر بالمعروف او نهي عن المنکر لپاره خروج کوم او د کوفې په لور په سفر کښې يې له ځان سره د لښکر بوتلو په ځاے ښځې ماشومان او يو څو ځوانان واخېستل چې دنيا دا و نه وائي چې د جنګ په نيت ځي بيا يې حتي د کربلا په مېدان کښې هم د يزيدي لښکر د پوهولو او حق ته د رابللو ډېر کوششونه وکړل خو هغوي هم و نه منل او هغه زرګونه لښکر په دوه اويا يا کم و زيات کسانو باندې چې اکثر پکښې پاکې مېرمنې او ماشومان وو حمله وکړ او د کربلا هغه ستره غمېزه رامنځته شوه. لکه ارواښاد غني خان د کربلا د جنګ په حقله وائي: جنګ په تاج ؤ نه په تخت ؤ جنګ په حق د سړيتوب ؤ دغه شان که مونږ د امام حسېن (ع) نه پس د هغۀ د زوے امام زېن العابدين (ع) ژوند وګورو نو هغوي په داسې حالاتو کښې چې د يزيدي واکمنانو لخوا ورباندې سختې پابندۍ وې او خلقو مجبوراً او له ويرې يزيدي نظام ته غاړه اېښودې وه نو د وخت امام هيڅکله خلق د حکومت يا د حکومت د منونکو په خلاف نه دي هڅولي بلکې هغوي ټول عمر په عبادتونو، دعاګانو او خداے پاک سره په راز او نياز کښې تېر کړ او په داسې حالاتو کښې چې په تقرير او تحرير يې پابندۍ وې په خپلو دعاګانو او مناجاتو سره د امت لارښوونه کوله او د مسلمانانو ترمېنځ اتحاد او يووالي ته يې نقصان نه دے رسولے همدارنګ که له هغوي نه پس د خداے د ګران رسول (ص) د کورنۍ د نورو امامانو ژوندليک ولولو نو دا خبره پکښې په ډاګه کيږي چې هغوي هيڅکله د اقتدار او خلافت په خاطر د مسلمانانو ترمېنځ اختلافاتو او جنګ جګړو ته لمن نه ده وهلې. او د دې خبرې فلسفه دا ده چې لکه قرآن مجيد کښې خداے پاک فرمائي: إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ ( سورۀ رعد ١١ ايت ) يعنې خداے پاک د يو قوم حالت تر هغه نه بدلوي ترڅو چې يو قوم خپله د ځان حالت بدلول نه غواړي. نو بس اهلبېتو امامانو هم تر هغه وخته چې امت خپله له ظلم او بربريت څخه د خلاصون لپاره خواهش نه دے کړے هغوي له ځانه د هغوي د حالت د بدلون لپاره وسله وال کوشش نه دے کړے او د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق د برقرار ساتلو لپاره يې د خداے د ګران رسول (ص) صحيح تعليمات خلقو ته رسولي او د هغو کسانو لارښوونه يې کړې ده چې له هغوي نه يې د لارښوونې خواهش کړے دے. که سړے په غېر جانېداره توګه اوخلوص سره د اسلامي تاريخ مطالعه وکړي نو دا حقيقت پرې واضحه کيږي چې د خداے ګران رسول (ص) او د هغوي پاکو اهلبېتو (ع) تل د مسلمانانو د يووالي ، اتحاد او ورورولۍ لپاره تر اخيري حده کوششونه کړي دي او د رسول الله (ص) اهلبېتو (ع) هيڅکله د مسلمانانو په خلاف په جنګ کښې وړومبيتوب نه دے کړے. همدا رنګ د حضرت علي (ع) فرياد نن هم د تاريخ په فضا کښې انګازې کوي چې فرمائي: وألزموا السواد الأعظم، فإنّ يد اللّه على الجماعة، وإيّاكم والفرقة، فإنّ الشاذّ من الناس للشيطان، كما أنّ الشاذّ من الغنم للذئب ...(( په لازمي توګه له اسلامي ټولنې سره ملګري شئ ځکه چې د خداے پاک لاس تل له جماعت سره وي او له تفرقې نه ډډه وکړئ ځکه چې وړه ډله د شېطان نوړۍ کيږي لکه څنګه چې د ګډو وړه رمه د ليوۀ په نصيب کيږي )) ( نهج البلاغه الصبحي الصالح ١٤٨ رقم ١٢٧ د نهج البلاغه په ٤٧ ليک کښې لولو چې حضرت علي (ع) فرمائي: وعليكم بالتواصل و التباذل وإيّاكم و التدابر و التقاطع (( د يووالي او پېوستون لپاره کوشش وکړئ يو بل ته معافي او بخښنه وکړئ او له يو بل نه له مخ اړولو او له يو بل سره د تعلق له پرې کولو څخه ډډه وکړئ.)) په دې کښې هيڅ شک نشته چې مونږ په يو داسې دور کښې ژوند کوو چې ټول دښمنان د اسلام د نابودۍ لپاره يو ځاے شوي دي او په تېره بيا په ايران کښې د اسلامي انقلاب له کاميابېدو نه پس او د دغه انقلاب د مشرانو لخوا د نړۍ د مسلمانانو د اتحاد لپاره د هلو ځلو له زياتېدو سره سم د اسلام دښمنانو چې مشري يې مکاره او ستره شېطانه امريکه کوي په اسلامي هېوادونو باندې د خپل تسلط د پېدا کولو او د ايران د اسلامي جمهوريت د بدنامولو او د ايران د ملت او نورو مسلمانو ملتونو ترمېنځ د اختلافاتو فاصلې او کرکې پېدا کولو په لټه کښې دي او له نړيوال ډګر نه د اسلام په ختمولو کښې يې له خپلو ټولو سياسي او اقتصادي، فوځي ، رسانه اي او جاسوسي وسائلو نه کار اخېستے او اخلي يې چې (( د تمدنونو جنګ )) تر عنوان لاندې کتاب کښې د مشهور يهودي او سپينې ماڼۍ ستر نظريه پرداز او سټراټيجسټ نوې طرحه د دې مطلب تائيدونکې ده. او همدا نظريه د امريکې د سي آئي اے د يو مرستيال ډاکټر مائېکل برانټ نظريه چې په A Plan to divis and desnoylte theology يعنې (( د الهي مکتبونو د جدائۍ لپاره يوه نقشه )) تر عنوان لاندې کتاب کښې راغلې ده وائي: (( هغه کسان چې له شيعه ؤ سره اختلافات لري پکار دي هغوي د شيعه ؤ په خلاف منظم او مضبوط کړې شي او د شيعه کافر کېدو ته دې پراختيا ورکړې شي او هغوي دې له ټولنې څخه جدا کړې شي او د هغوي په خلاف دې له نفرت نه ډک مواد وليکل شي )) نو په دې بنياد په داسې يو وخت کښې له نورو ټولو وختونو نه زيات مسلمانان وحدت ته اړتيا لري انګرېز سياستوال ګلېډسټون له ١٨٠٩ نه تر ١٨٩٨ پورې د لېبرلانو مشر ؤ او څلور ځل د برطانيې وزيراعظمۍ ته رسېدلے ؤ وائي: (( تر هغه وخته چې قران د مسلمانانو په لاسو کښې وي يورپ نه شي کولې په شرق باندې تسلط پېدا کړي او نه د امنيت احساس کولې شي )) (الاسلام علي مفترق الطريق ٣٩ مخ) همدا رنګ بن ګوريون هغه کس دے چې په صهيونېسټ رژيم باندې يې د (( اسرائيل )) نوم کېښود او نهۀ ځل د صهيونېسټ رژيم وزيراعظمۍ ته ورسېد. هغۀ خپل ژوند صهيونېسټ رژيم ته وقف کړے ؤ. په ١٩٤٨ کال کښې يې د فلسطين د نيولو لپاره د جنګ قومانداني کوله هغه وائي: (( هغه څه چې مونږ يې په وحشت او ويره کښې اچولي يو چې دا ويره لرو چې په عربو نړۍ کښې به بل محمد (ص) ظهور وکړي.( روزنامه الکفاح الاسلامي ١٩٥٥ کال د نيسان مياشت دويمه اونۍ ) له دې هر څه نه بالا تر سره له دې چې د عيسائيانو يو مسلم اصل د يهوديانو په لاس د حضرت عيسي (ع) وژل کېدل دي او په هم دې وجه په شلو پېړيو کښې د هغوي تر مېنځ کينه او دښمني واکمنه وه خو د مسلمانانو په مقابل کښې د عيسائيانو او يهوديانو د يووالي او وحدت پېدا کولو لپاره د وېټيکن ښار حکومت په يوه رسمي اعلانيه کښې له دې اصل څخه د تېرېدو اعلان وکړ او يهوديان يې له دې جرم څخه مبرا کړل او د حېرانۍ خبره دا ده چې دا اعلانيه په ١٩٧٣ کال کښې له مسلمانانو سره د اسرائيلو د جنګ په وختونو کښې جاري شوه. د دې لپاره چې ټول يهود او نصارا ځواکونه د مسلمانانو په خلاف راغونډ کړي ( مع رجال الفکر ١ ټوک ١٦٢ مخ ) ذکر شويو ټکو ته په پام سره د رسول اکرم (ص) دا وېنا له نورو وختونو نه لا زياته محسوسيږي چې فرمائي: من أصبح ولم يهتمّ بأمور المسلمين فليس بمسلم (( څوک چې په دې حال کښې سبا کړي چې د خپلو ديني وروڼو د مشکلاتو په فکر کښې نه وي هغه مسلمان نه دے )) جوته ده چې په اوسني وخت کښې د هر ډول مشکوک حرکت چې د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې سبب ګرځي د اسلام په ګټه نه دے او د هر ډول بدې ردې او کنځل له دې مخکښې چې د مسلمانانو تر مېنځ وحدت او د مذهبونو ترمېنځ نزدېکت ته ګوزار ورکړي د اسلام د نورانې مکتب څېره په نړيواله سطح داغداره کوي او تعليافته طبقه د اسلام د نوراني څېرې په حقله بدبينه کوي. دلته بايد په ډېر افسوس سره دا خبره په ډاګه کړو چې له کله نه زوړ استعمار انګرېز په اسلام کښې د وهابيت فتنه جوړه کړې ده له هغه وخت نه تر ننه پورې د مسلمانو فرقو ترمنېځ فقهي او تاريخي اختلافاتو او د هغوي ترمېنځ جنګ جګړو ته لمن وهل زيات شوي دي او دغه مذهبي عناصر چې ځان ته مسلمانان وائي د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې او بې اتفاقۍ اصلي عاملان دي او مسلمان ملت چې د اسلام له ژوند بخښونکو لارښوونو څخه په الهام اخېستلو سره يې وکړې شول د وحدت او يووالي په برکت د صليبيانو او مغلو د درنو يرغلونو په وړاندې ټينګ اودريږي او ورسره مقابله وکړي خو په اومه پېړۍ کښې د وهابيت غوندې نظريو په څرګنديدو سره دغه وحدت او اتحاد مات شو او د دغې تکفيري ډلې د بدعت او شرک په ناروا تورونو او فتوو سره د مسلمانانو کوټلو صفونو ته سخت ګوزارونه ورکړل او د دين د بزرګانو د اثارو په ويجاړولو او د مسلمانانو په ذهنونو کښې يې د انبياء کرامو او اولياء عظامو د مقام په کمولو سره د لويديځ د سپېرۀ استعار او د اسلام د ازلي دښمنانو خدمت وکړ. او اوس دښمن حتی زمونږ پښتونخوا ته د فتنې او ورور وژلو اور راوړے دے او له اسلام او د اسلام له بزرګانو او اولياء کرامو سره د پښتنو د بې کچې مينې د ختمولو او د اسلام د بدنامولو لپاره يې داسې عناصر روزلي او فعال کړي دي چې اسلام په ډېره بدرنګ شکل کښې وړاندې کوي په خاصه توګه پښتنو مسلمانانو ته پکار دي چې د مسلمانانو په جامه کښې دغه اسلام بدناموونکي عناصر اوپېژني او له ټولو اسلامي فرقو سره د تعلق لرونکو پښتنو ذمه واري ده چې په عېن حال کښې چې په کلام، فقه وغېره کښې په خپلو کښې اختلاف لري د هغوي زياترو مشترکاتو په بنياد چې يې په مېنځ کښې موجود دي پکار دي د اسلام د سختو دښمنانو په مقابل کښې يو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړي او يو واحد محاذ جوړ کړي او په خپل اتحاد او يووالي سره د نړيوال استکبار او د مسلمانانو په صفونو کښې د هغوي د دغو ګوډاګيو دسيسې ناکامې کړي. په ټوله نړۍ کښې د امن، سکون، انساني ودې او معرفت او په خاصه توګه د مسلمانانو او په تېره بيا د پښتنو مسلمانانو د يووالي، ورورولۍ او بېدارۍ په اميد.

اسلامی یووالی وحدت شیعه سنی پوښتانه پوښتون افغان پشتو اسلام قرآن

نظرونه
ټول حقونه خوندي دي.
www.haditv.com | Powerd by : Dijlah